امنیت

په ننګرهارکې د انسان تښتوونکو له خوا د دوو تنو کليوالو وژل کيدل

دجلال آباد ښار باختردوږي دمياشتې ١٨نيټه : په ننګرهار ولايت کې د يوې ډلې انسان تښتوونکو په ډزوکې دوه تنه کليوال وژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول . د رپوټونو له مخې، انسان تښتوونکو پرون ناوخته غوښتل له مومندو ولسوالۍ څخه يو کليوال وتښتوي، خو کله يې چې وليدل د سيمې خلک د هغوى خنډ کيږي پرهغوې يې ډزې وکړې. د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې د انسان تښتوونکو په ډزو کې دوه تنه کليوال ووژل شول او پنځه تنه نورټپيان شول. ده وويل: انسان تښتوونکي تښتيدلي او د هغوى د پيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې دوام لري. پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته