ټولنه

په ننګرهارکې د لمريزې برېښنا د توليدولو طرحه

کابل / باختر/  دسلواغې دمياشتې ٩ نيټه :
د ننګرهار ولايت په لرو پرتو سيموکې خلکو ته د لمريزې برېښنا د توليدولو طرحه د اجرا کولو په حال کې ده .
سيمه ييزو مسوولين د مرستندويو بنسټونو په همکارۍ هلې ځلې کوي چې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې لرې پراته کلي ته د لمريزې برېښنا د دستګاوو په درولو سره برېښنا ورکړي.
په نوي اقدام کې د دغه پروګرام په چوکاټ کې ټاکل شوې ده د دُربابا ولسوالۍ په لمريزې برېښنا روښانه شي.
د ننګرهار والي حيات الله حيات دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دُربابا ولسوالۍ کې د لمريزې برېښنا د توليدولو د دستګاوو د درولو د سروې کار بشپړ شوى او ډير ژر به يې عملي کار پيل شي.
ده وويل: د لمريزې برېښنا د دستګاوو په درولو سره د دُربابا ولسوالۍ ټول کورونه  برېښنا ته لاسرسي پيدا کړي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته