ټولنه

له پراخو وګړنيو اعتراضونو وروسته له کندز اوسمنګانوسره دبغلان دلويې لارې پرانيستل

کابل باخترد لړم د مياشتې  ٢٨ :
له کندز او سمنګانو سره د بغلان لويه لاره  دترافيکو پرمخ پرانيستل شوه.
دغه لويه لاره نن سهار  له  نهو بجو څخه د مازيګر تر دريو بجوپورې  دخلکو   له پراخو اعتراضونو وروسته دترافيکو پرمخ تړله شوې وه .
دغه اعتراض دافغان بيسيم شرکت  ديوه کارکوونکي له وژل کيدو وروسته      چې  دبغلان ولايت  دخوست ولسوالۍ  اوسيدونکى و ،  پيل شو.
دافغان بيسيم دغه کارکوونکى پرون  له يوه يرغلګر سره د لفظي ناندريو په بهيرکې ووژل شو.
اعتراض کوونکي  دتخار دامنيه قوماندان جنرال مصطفي محسني  زوى  ددغې پيښې  عامل بولي او له دولت څخه يې وغوښتل چې دهغه په نيولو  اقدام  وکړي
دبغلان ولايت  يوه سيمه ييز مقام باخترآژانس ته وويل  چې امنيتي ځواکونو  قاتل  ونيوه  اوله هغه وروسته اعتراض کوونکو هم خپل اعتراض پاى ته ورساوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته