امنیت

په ننګرهارکې د وسله والو طالبانو د ډلې د اتو تنو غړو وژل کيدل

کابل باختر د تلي نهه ويشتمه :
د وسله والو  طالبانو د ډلې اته تنه غړي په ننګرهار ولايت کې د هوايي بريد له امله ووژل شول .
په دغو طالبانو تېره شپه په حصارک ولسوالۍ کې بريد شوى دى .
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال دباختر آژانس  خبريال ته وويل چې په دې هوايي بريدکې اته تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي .
ده وويل: دغه طالبان په  ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې بريد پرې وشو .
ويل کيږي چې په دې بريدکې ملکي  وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته