امنیت

په ننګرهارکې د پوځيانو د نويو بريدونو له امله ٢٣ تنه داعشيان وژل شوي دي

کابل باختر ثور  ٢٣
د داعشيانو د ډلې  ٢٣ تنه غړي د هېواد په ختيځ کې د ځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
په دغو داعشيانو تېره شپه د ننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې  هوايي اوځمکني بريدونه شوي دي .
دهېواد په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته خبر ورکړ چې په نويو بريدونوکې  ٢٣ تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل : په دغو داعشيانو د ننګرهار ولايت د پچير اګام ، هسکې مينې،  کوټ او دُربابا د ولسواليو په مربوطاتوکې د دوى په سنګرونوکې  بريدونه شوي دي.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: په دغو هوايي او ځمکنيو بريدونوکې د داعشيانو څومرکزونه او پټنځي له تولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي . 
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيانوپه ننګرهار کې د يولړ چاودنو دترسره کولو لپاره دطالبانو طرحه ناکامه کړه .
امنيتي مامورانو  نن سهار دننګرهار ولايت په ګن ميشتو لارو څخه شپږ ماينونه کشف او شنډ کړل .
ددغو ماينونو  دښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان په ننګرهار ولايت  کې د ډار اچوونکو د جنګي وسايلود يوې ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي.
له دغه ډيپو څخه چې په بټي کوټ ولسوالۍ کې ساتل کيده؛ يوه اندازه  سپک او درانده  جنګي وسايل ترلاسه شوي دي.
سيمه ييز مقامات وايي چې داعشيانو د دغه ډيپو له وسلو او مهماتو څخه په خپلو ډار اچوونکو بريدونوکې استفاده کوله .
  ختم_ج_ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته