امنیت

په ننګرهارکې د ډآر اچونې ضد عمليات دوام لري .

کابل /د کب ٢مه/باختر
په داسې حال کې چې په ننګرهارکې د ډار اچونې ضد عمليات دېرشمې ورځې ته رسېدلې دى د هېواد په ختيځ کې جکپوړي پوځې مقامات ادعا کوي چې په دغو عملياتوکې تراوسه پورې په لسګونه کلي د وسله والوطالبانو له شتون څخه پاک شوي دي .
دغه مقامات دغه راز ويلي دي چې د دغو عملياتو له پيل څخه تراوسه پورې څه د پاسه دوه سوه وسله وال طالبان وژل شوي او په لسګونونور ټپيان شوي دي.
د ننګرهارد شيرزادواو حصارک په ولسواليو کې د ډآر اچونې ضد عمليات په يو وخت کې د سلګونوافغان ځواکونو په ګډون اود هېواد د هوايي ځواکونو په ملاتړ پيل شوى اوتراوسه پورې دوام لري .
دغه عمليات په شيرزادو او حصارک کې د وسله والوطالبانو د شتون او فعاليتونو له پراختيا وروسته پيل شوي دي .
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو اودغه راز د ننګرهار د رسنيو دفتر په خبرپاڼو کې ويلي دي چې د دغو عملياتو په ٣٠ ورځو کې ٢٠٧ تنه طالبان وژل شوي او په لسګونونور تپيان شوي دي .
خبرپانې تاييدوي چې په وژل شويو اوټپيانوکې د طالبانود ډ لې يوشمېر پاکستاني غړي او د دغې ډلې قوماناندان هم شامل دي .
طالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
د سيمې اوسيدونکو د ډآر اچونې ضد عملياتو د پيل هرکلى کړې دى اوله حکومت څخه يې غوښتي دي چې د ژوندانه اود بيا رغاونې د بهير لپاره د مناسبې فضا د تامينولو په خاطر د دوى په سيموکې پوځيان ځاى پرځاى شي .
دهېواد په ختيځ کې پوځيان وايي چې د شيرزادواوحصارک په هغوسيموکې چې له ډار اچوونکو څخه پاکېږي پوستې جوړوي چې د حکومتوالى او پرمختيا بهير او د خلکو ژوند په ښه ډول پرمخ لاړ شي .
ختم_ ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته