ټولنه

په ننګرهارکې له سلګونو اړو کورنيو سره مرسته وشوه

کابل/باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۶ مه
په ننګرهار ولايت کې په سلګونو اړو کورنيو بشري مرستې ترلاسه کړې .
دغه کورنۍ د ننګرهار ولايت له ګوټ ګوټ څخه د جګړو او وروستيو سيلاوونو د راوتلو له امله زيانمنې شوې دې.
د ننګرهار د مهاجرينو د راستنولو چارو ادارې د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاو کې پر ۶۰۰ اړو کورنيو خوراکي او غير خوراکي توکي وويشل شول.
دغه توکي د داخلي او نړيوالو مرستندويو بنسټونو له خوابرابر شوي وو .
  ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته