امنیت

طالبانو په کندزکې د سیمه ېیزو پولیسو پر پوستو بریدونه وکړل

کابل/دتلې۳۰مه/باختر
وسله والو طالبانو تېره شپه د کندز په علي آباد ولسوالۍ کې د سیمه يیزو پولیسو پر پوستو بریدونه وکړل.
په بریدونوکې دواړو لورو ته د سر زیان اوښتی دی چې جزئیات يې تر اوسه معلوم نه دي.
د کندز د امنیې قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني په ټلیفوني خبرو کې د باختر آژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه په دولسو بجو د کندز د علي آباد ولسوالۍ په عرض بیګي کلي کې د سیمه  ېیزو پولیسو پر پوستو بریدونه وکړل.
هغه زیاته کړه چې په بریدونوکې دواړو لورو ته د سر زیان اوښتی دی؛ خو دقیق شمېر یی تر اوسه نه دی معلوم.
پاى/سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته