ښوونه او روزنه

څلويښت تنه محصلان دلوړو زده کړو لپاره قزاقستان ته روان شول .

کابل باختر  د تلي اوومه :
دهيواد د تخنيکي اومسلکي تعليماتو دموسسو څلويښت تنه  ممتاز فارغان  دزده کړو ددوام په مقصد  پرون  قزاقستان ته روان شول .
  دباختراژانس دخبر له مخې، دغه څلويښت تنه  دهيواد  دتخنيکي او مسلکي  تعليماتو دموسسو له شپږ سوو تنو  فارغانو څخه  دهغې رقابتي ازموينې  له لارې  چې دقزاقستان  دپوهنې  او دلوړو زده کړو دوزارتونو  داستازو له خوا واخيستل شوه ،  انتخاب شوي دي او د زده کړو ددوام په مقصد دغه هيواد ته روان شول .
دغه محصلان  په ساختماني ، بريښنا ،  کرنې ، داوسپنې دپټلۍ او دوترنري په څانګو کې  په قزاقستان کې  زده کړې ته دوام ورکوي  په لومړى کال کې ژبه زده کوي اوپه دوو  کلونوکې په خپلو  تخصصي څانګو کې به  له بکلوريا څخه پورته  دخپلو تخنيکي اومسلکي تعليماتو لوست ته  دوام ورکړي .
  دقزاقستان جمهوريت  له  ١٣٨٨ کال څخه تراوسه پورې  کال په کال په بيلابيلو څانګو کې دهيواد دتخنيکي اومسلکي  تعليماتو دموسسو فارغانو ته  څلويښت  تخنيکي اومسلکي  بورسونه  برابر کړي دي .
ديادونې وړده چې همدا اوس دهيواد دتخنيکي اومسلکي تعليماتو په ٢٤٩موسسو کې په دوه اويا بيلابيلو څانګو کې  يوسلو پنځلس زره  تنه محصلان  او زده کوونکي  دنيمه عالي تعليماتو په زده کړې بوخت دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته