کابل- د ثورلومړی – باختر
په ننګرهار او کابل ولایتونو کې پر دوه زره ۳۵۰ اړمنو کورنیو نغدي او د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.
په ننګرهار کې اکتید او اسلامیک ریلیف بنسټونو پر ۷۵۰ اړمنو کورنیو نغدي او د خوراکي توکو مرستې ووېشلې. په مرسته کې پر هرې کورنۍ ۲۵ زره افغانۍ او یوه اندازه خوراکي توکي ووېشل شول.
په ورته وخت کې په کابل کې پر١٦٠٠ اړمنو کورنيو د مهاجرينو او راستنيدونکو چارو وزارت د چین مرسته شوې وریجې ووېشلې.
د یو بل خبرله مخې؛ د سرې میاشتې ټولنې د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې له ۵۵۰اړو کورنیو سره د روغتیایی بستو مرسته وکړه.
ج-ا