امنیت

په ننګرهار دوه تنه د نشه يي توکو د قاچاقو په تړاو ونیول شول

– کابل / د سلواغې ۲۵ مه / باختر
دوه تنه په ننګرهار کې د نشه یي توکو د قاچاقو په اړوند ونیول شول.
دغه دوه تنه هغه وخت چې غوښتل یې له پاکستان څخه د (کا) زرګونه ټابلېټونه افغانستان ته ولېږودي، په تورخم بندر کې وپېژندل شول او ونیول شول.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ یو مقام باختر آژانس ته وویل چې دغه کسان څه ناڅه ۲ زره ۵۰۰ د (کا) ټابلېټونه په یوه بار وړونکي موټر کې په ماهرانه ډول ځای پرځای کړي وو.
نیول شویو کسانو په لومړنیو تحقیقاتو کې د نشه یي توکو د قاچاقو پر څو پېښو اعتراف کړی دی.
د یو بل خبر له مخې:
په ننګرهار کې ۲۶ تنه په جنایی جرمونو کې د لاس لرلو په اړوند ونیول شول.
پولیس وایي چې دغه کسان په تېرو ۲۴ ساعتو کې په مرکز او یوشمېر ولسوالیو کې د موټرو د پلټنې او عملیاتو په بهیر کې وپېژندل شول او ونیول شول.
پر نیول شویو کسانو د غلا، شوکمارۍ، د نشه یي توکو د قاچاقو او له سند پرنه وسلو سره د تګ راتګ تور لګول شوی دی.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته