کابل، د غبرګولي ۹ مه، باختر
د ننګرهار ولایت ټولګټو چارو ریاست له بودجې د دغه ولایت په لعلپورې ولسوالۍ کې (۳) کلومتره سړک رغنیزې چارې پیل شوې.
د یاد ولایت د ټولګټو چارو رییس مولوي یار محمد محمدي وایي چې د لعلپورې ولسوالۍ رېنې او پارچاو کلي ته د سړک جوړولو چارې یې پيل کړي، چې ډېر ژر به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په خبره یې، د دغه سړک په جوړېدو سره به ۱۵۰۰ کورنیو ستونزې آوارې شي.
په ورته وخت کې د سیمې خلک د سړک په جوړېدو خوښ دي او له دولته غواړي چې په نورو برخو کې هم ورته، ورته پروژې پلي کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له واکمنۍ راهیسې د لعلپورې په بېلابېلو سیمو کې د کار په بدل کې د خوړو د ورکړې پروګرام په آډانه کې ۲۵ کیلو متره فرعي سړکونه او لس کیلو متره ویالې رغول شوې دي.
ن/ر