امنیت

په ننګرهار کې دطالبانو او داعشيانو ترمنځ نښته .

کابل باختر دغبرګولى  لومړي :
په ننګرهار ولايت کې نن سهار دوسله والو طالبانو او داعش په ډلو پورې داړوړندو کسانو ترمنځ نښتو کې له دواړو لورو څخه اته تنه ووژل شول او څو تنه نور ټپيان شول .
دافغانستان په ختيځ کې دپوليسو يوه جګپوړي قوماندان  دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو جګړو کې له دواړو لورو څخه اته تنه جګړه ماران ووژل شول او څو تنه نور ټپيان شول .
ده وويل چې له دغو نښتو وروسته دواړو لورو ديوبل په کورونو بريدونه وکړل اويوشمير کورونو ته يې اور واچاوه .

دوام

ورته لیکنې

Leave a Reply

Your email address will not be published.

دکمه بازگشت به بالا