امنیت

په ننګرهار کې دوه تنه د نشه یي توکو د قاچاقو په تور ونیول شول

جلال اباد باختر د زمري ۸ مه
تېره ورځ د ننګرهار ولایت  د بهسودو ولسوالۍ د ثمرخېلو په  سیمه  کې دوه تنه د ۳۹ کیلو ګرامو نشه  یي  توکو د قاچاقو په  تور نیول شوي دي.
ځايي چارواکي وايي چې؛ نیول شوي چرس په یوه ټونس موټر کې ځای پر ځای شوي وو چې  د  پولیسو له خوا د  ثمر خېلو په سیمه  کې  د پلټنې  پرمهال  ونیول شول.
د ننګرهار  د والي  ویاند عطاء الله خوږیاڼي د باختر اژانس  سیمه  یېزخبریال ته  وویل چې،دغو کسانو پلان درلود څو نیول شوي چرس له پروان ولایت څخه د غني خېلو ولسوالۍ ته ولېږدوي  خو د پولیسو له خوا د پلټنې پر مهال ونیول شول.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته