خبرونهاقتصاد

په ننګرهار کې دوه زره څاروي د وژونکو ناروغيو په وړاندې واکسين کېږي

١- کابل / د لړم ٢٥مه / باختر
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هڅه کوي چې په ننګرهار کې د واکسين د کمپاين په ترسره کولو سره په څارويو کې د طاعون او بروسلوز د وژونکو ناروغيو او انسانانو ته د هغو د لېږدونې مخه ونيسي.
دغه کمپاين نن د سلګونو روغتيايي کارکوونکو په ګدون له جلال آباد ښار څخه پيل شو او ټاکل شوې ده په بهير کې یې د ننګرهار په بېلابېلو سيمو کې دوه زره څاروي د طاعون او بروسلوز ناروغيو په وړاندې واکسين شي.
د ننکرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې په دغه کمپاين کې د لسګونو زرو څارويو د واکسين ترڅنګ په يوشمېر غوجلو کې هم درمل شيندل کېږي.
طاعون او بروسلوز هغه دوه وژونکې ناروغۍ دي چې کولاى شي له څارويو څخه انسانانو ته انتقال شي. که دغو ناروغيو ته ژر رسيدګي ونه شي، د مړينې سبب کېږي.
ختم- شکريه -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته