امنیت

په ننګرهار کې دوه چارواکي له چاودنې روغ ووتل

کابل / د سلواغې ۲۹ مه / باختر
د ننګرهار د سره رود ولسوال او د دغه ولایت مالي او اداري رییس نن سهار له یوې چاودنې روغ ووتل.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې د جلال آباد ښار په اتمې ناحیې پورې اړوند شاه برهان آغا زیارت ته څېرمه د سره رود پر ولسوال معراج او د ولایتي ادارې مالي او اداري رییس نصیراحمد ابراهیم خېل پر موټر مقناطیسي ماین چاودنه وکړه، خو دوی ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته