امنیت

په ننګرهار کې دڅلورو تنو ډار اچوونکو نيول کيدل .

کابل باختر د وري لسمه :
څلور تنه ډار اچوونکي په ننګرهار ولايت کې  دامنيتي ځواکونو  په يولړ  ځانګړو عملياتو کې ونيول شول .
دداعش او طالبانو په ډلو پورې دغه اړوند  ډار اچوونکي پرون دننګرهار ولايت دغني خيلو  ولسوالۍ او دجلال اباد ښار  په مربوطاتو کې ونيول شول .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي  باختراژانس ته وويل  دغه کسان په ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت ووچې ونيول شول .
  له نيول شويو کسانو څخه يوه اندازه  جنګي وسايل ترلاسه شوي دي . 
دغه راز دوى په لومړنيو تحقيقاتو کې دداعش او طالبانو په ډلو کې په غړيتوب اعتراف کړى دى او ويلي يې دي چې په ننګرهار کې يې په لسګونو  ډار اچوونکو  پيښو کې رول درلود .
ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته