امنیت

په ننګرهار کې د اسلامي امارت ځواکونو د انسان تښتوونکو له منګولو یو تن آزاد کړ

کابل / د مرغومې ۲۹ مه / باختر
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې د عملیاتو په پایله کې یو تن د انسان تښتوونکو له منګولو آزاد کړی دی.
د ننګرهار د امنیت آمر مولوي عطاء محمد مبارز وايي چې د یادې قضیې په تړاو یې درې تنه نیولي دي.
دغه کس چې شپږ څلویښت ورځې وړاندې د جلال اباد ښار له درېيمې ناحيې څخه تښتول شوی و، نن بېرته خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته