سیاست

حامدکرزي سريلانکا ته خپل سفر وځنډاوه

کابل باختر دکب څلورمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي د ډار اچوونکو له خوا د ملي اردو دنولسو تنو سرتيرو دشهادت په خاطر سريلانکاته خپل سفر وځنډاوه.
ټاکل شوې وه د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي نن د يوجګپوړي  هيئت په مشرۍ  سريلانکا ته درې ورځنى رسمي سفر وکړي.
دباخترآژانس دخبر له مخې: ډار اچوونکو تېره شپه د کونړ ولايت د غازي آباد ولسوالۍ په لاره کې دملي اردو په دوو پوستو بريدونه وکړل چې امله يې دملي اردو نولس تنه سرتيري شهيدان شول او په دې پيښه کې شپږ تنه نور سرتيري بې درکه  شوي دي.
دغه زړه بوږ نوونکې پيښه ددې سبب شوه چې دهيوادجمهور رييس سريلانکا ته خپل سفر وځنډوي .
په را رسيدلوخبرونوکې ويل شوي دي چې ددغو شهيدانوجنازې سبا کورنيو ته يې سپارل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته