امنیت

په ننګرهار کې د دولسو پرمختیایي پروژو د جوړولو کار پیل شو

کابل / د سلواغې ۲۹ مه / باختر
د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د ۱۲ پرمختیایي پروژو د جوړولو کار نن پیل شو.
په دغو پروژو کې د اوبولګولو د کانالونو، د څښاک اوبو د شبکو، استنادي دېوالونه، د ویالو او پلګوټو جوړول، ژورې څاګانې او د څو فرعي لارو ترمیمول شامل دي.
د ننګرهار د چپرهار ولسوال محمد صدیق دولت زي باختر آژانس ته وویل چې د دغو پروژو په جوړولو کې به ۳۰ میلیونه افغانۍ لګښت راشي.
هغه وویل چې د یادو پروژو په جوړېدو سره به د کلیوالي خلکو سیمه ییزې ستونزې حل شي.
ټاکل شوې ده دغه پروژې له ۶ میاشتو څخه تر یو کال پورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته