خبرونهامنیت

په ننګرهار کې د دوو ځانمرګو بريدونو طرحه ناکامه شوه

٤٨- کابل – دليندۍ ١٠مه /باختر
د ننګرهار پرپوځي اوملکي تاسيساتو د ځانمرګي بريد طرحه ناکامه شوه.
امنيتي ځواکونو دوه ځانمرګي يرغلګر چې دغه بريد ته ګومارل شوي و ، ونيول.
دغه دوه تنه يو د طالبانو د ډلې غړى او بل د داعش د ډلې غړى دى.
د ننګرهار د ملي امنيت رييس عبدالهادي ملکزي نن خبريالانو ته وويل چې دغو دووکسانو غوښتل په ننګرهار کې په ملکي او پوځي هدفونو يرغل وکړي خو هدف ته له رسيدومخکې وپېژندل شول او ونيول شول.
د دغو دوو تنو له جملې څخه زهير الله چې د داعش غړى دى ماشوم شمېرل کېږي.
هغه د امنيتي ځواکونو په لومړنيوتحقيقاتوکې ويلي دي چې په پاکستان کې د داعش قوماندانانو هغه په ننګرهار کې د ځانمرګي بريد ترسره کولو ته هڅولې و.
د ننګرهار والي ضيا الحق امرخيل په دې غونډه کې وويل چې امنيتي ځواکونه د ډار اچوونکوپه لټه کې دي او ډاراچوونکي ډلې نه شي کولاى چې زموږ د خلکو ارامي ګډوډه کړي.
طالبانو او داعشيانو په دې اړه څه نه دي ويلي .
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته