خبرونهټولنه

په ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ ۳۲ کلنه شخړه په دوستي بدله شوه

کابل، د غبرګولي ۲۱ مه، باختر
په ننگرهار کې د دوو کورنيو ترمنځ د را ولاړې شوې شخړې د پرېکړې او حل په موخه، د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د جرګو په تالار کې غونډه وشوه.
د ننگرهار ولایت شيرزادو ولسوالۍ د ستانه گل او عبدالقادر د کورنيو ترمنځ رامنځته شوې ٣٢ کلنه شخړه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په هڅو هواره او په دوستي بدله شوه.
په ياده غونډه کې دينيعالمانو، سرخېلانو او د ګذر وکيلانو چې شمېر يې لسگونو کسانو ته رسېده ګډون درلود، له خبرو اترو وروسته په دې وتوانېدل چې شخړه حل او ښکېلو غاړو ته غوره شرطونه چې په راتلونکې کې د بیا ځلي شخړې مخه ونیسي وړاندې کړي.
وروسته دواړو لوریو د غونډي د ګډونوالو له لورې شوې پرېکړه ومنله، او ژمنه يې وکړه چې سرغړونه به ترې نه کوي.
افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته