خبرونهاقتصاد

په ننګرهار کې د زيتون حاصلات زيات شوي دي

کابل/ دلړم ٢٤مه / باختر
په ننګرهار کې د زيتون حاصلات د تېرکال په پرتله زيات شوي دي.
د اټکلونو له مخې ؛ سږکال په ننګرهار کې د زيتون له بڼونو څخه تر ٣٠٠ ټنو پورې زيتون ترلاسه شي . په داسې حال کې چې دغه شمېر تېرکال ٤٠٠ تڼه و.
په ننګرهار کې په ١٧٢٠ هکټاره ځمکه کې د زيتون بڼونه شته.
د زيتون د بڼونو پراختيا او د بڼوالۍ له نويو لارو چارو څخه د بڼوالو بلدتيا په ننګرهار کې د زيتون د حاصلاتو د زياتوالي سبب شوى دى.
د ننګرهار د ناوې د پراختيا د شرکت يو مسوول باختراژانس ته وويل چې د دوى د څېړنوله مخې، سږکال به د ننګرهار له بڼونو څخه ٥٠٠ټڼه زيتون ترلاسه شي.
دا په داسې حال کې ده چې په ننګرهار کې د زيتون د حاصلاتو د راټولول پيل شوي دي.
د ننګرهار د کرنيزې ناوې د شرکت مسوولين وايي ټاکل شوې ده چې له ٥٠٠ټنو زيتونو له جملې څخه لس ټنه يې د زيتون غوړي توليد شي.
دوى وايي چې سږکال يې په ٨٧هکټاره ځمکه کې د زيتون په زرګونو نيالګي اېښي دي چې دا په ننګرهار کې په راتلونکې کال کې د زيتون د حاصلاتو د زياتوالي لپاره ښه زېرى دى.
له زيتون څخه د درملو او د خوړو په برابرولو کې کار اخيستل کېږي.
د ننګرهار زيتون د لوړ کيفيت په دليل په کورنيو او بهرنيو بازارونو کې زيات پيرودونکي لري.
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته