کابل، د ثور ۲۷ مه، باختر
د ننګرهار والي ملا محمد نعيم اخند په مشرۍ په اداري غونډه کې د عدالت پر لاښه تامين، پر ټولو د يو ډول قانون تطبيق، اطاعت، اطلاعاتو، عامه اړيکو او پوهاوي برخو کې پر لازمو اقداماتو تر سره کېدو خبرې او پرېکړې وشوې.
د ننګرهار د نظامي محکمې رئیس مولوي خلیل وويل، چې د ظلم مخنيوي او د عدالت تامين په موخه پر ټولو يو ډول قانون تطبيق کيږي او په دې برخه کې د هيچا واسطه نه منل کيږي.
هغه له مسؤلینو وغوښتل، چې د مجرمينو له واسطې ډډه وکړي، تورن کسان پر وخت محکمې ته حاضر او قانون ته غاړه کېږدي.
په همدې حال کې د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ رئيس قاري نور محمد حنيف په دغه ولايت کې د اطلاعاتو، عامه اړيکو او عامه پوهاوي په برخو کې معلومات وړاندې کړل او د ولايت رسنيو دفتر د هڅو او همغږۍ قدرداني يې وکړه.
نوموړي د ادارو له مسئولينو وغوښتل، چې د اسلامي امارت د کړنو ښه انعکاس، معلوماتو ته لاسرسي او عامه پوهاوي په موخه په ټولو چارو کې له دوی سره همغږي او له رسمي خبري سرچينو سره همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده چې په غونډه کې پر یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې او پرېکړې وشوې.
سعیده