ټولنه

په ننګرهار کې د فساد ضد، اوربند او سولې ترنامه لاندې کنفراس جوړ شو

کابل / د لیندۍ ۱۰ مه / باختر
د بشري مرستو د پياوړتیا موسسې په جلال آباد ښار کې د فساد ضد، اوربند او سولې د ټینګښت ترنامه لاندې کنفراس جوړ کړ.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ په دغه کنفرانس کې د ننګرهار د بشر د حقوقو، د جلال آباد ښاروالۍ او د مدني ټولنې استازو او د کامې، ګوشتې او ښیوې ولسوالیو اوسېدونکو ګډون لاره.
په کنفرانس کې په ننګرهار کې د یادې موسسې مسوول ډاکټر اسدالله ښالیز وویل چې د فساد پر وړاندې مبارره کې باید ټول افغانان برخه واخلې، ځکه په خبره يې د کاري فرصتونو نشتوالي، بې عدالتي او د روابطو پر اساس ګومارنو پر دولت د خلکو باور راکم کړی دی.
د ښالیز د څرګندونو له مخې؛ نا امنۍ او اداري فساد په افغانستان کې د پرمختګ پر وړاندې دوه ستر خنډونه دي.
دغه راز د کنفرانس ګډونوالو په یو پرېکړه لیک کې له وسله والو طالبانو د اوربند او له دولت څخه د فساد پر وړاندې د جدي مبارزې غوښتنه وکړه.
دا لومړی ځل نه دی چې په ننګرهار کې له وسله والو طالبانو د اوربند غوښتنې کېږې، تر دې وړاندې هم د سوله ییزو لاریونو، غونډو او پرلتونو له لارې ورته غوښتنې شوې دي.
پای/ وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته