خبرونهښوونه او روزنه

په ننګرهار کې د نازو آنا ښوونځي د ودانۍ چارې بشپړې شوې

کابل، د غبرګولي ۹ مه، باختر

د ننګرهار په مرکز جلا آباد کې د ترکیې په مالي مرسته د نازو انا عالي لېسې نوې ودانۍ د رغولو چارې بشپړې شوې.

ځايي چارواکي وايي چې یاده ودانۍ دولس درسي خونې، مجهز کتابتون او نور اړین ملحقات لري چې په کې به پنځه زره زده کوونکي په بېلابېلو وختونو کې زده کړې وکړي.

د نازو آنا عالي لېسې د ودانۍ د پرانېستې په مراسمو کې د ننګرهار د پوهنې رییس مفتی حبیب حضرت حقاني او د ترکیې سفیر جهاد آرګین آی هم ګډون کړی و.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته