فرهنګ

په ننګرهار کې د نرګس ګل مشاعره جوړه شوه

– کابل/ د کب ۲ مه/ باختر
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په هڅو په دغه ولایت کې د نرګس ګل مشاعره جوړه شوه چې د ختیځ زون پر شاعرانو سربېره د کوزې پښتونخوا شاعرانو هم پکې کډون کړی وو.
د باختر اژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ د ولسمشر ستر سلاکار او د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل مشاعرې ته په وینا کې هیله وښوده چې په هېواد کې به سوله او ثبات رامنځته او ورته مشاعرې به نورو سیمو ته هم وغځول شي.
هغه له شاعرانو څخه وغوښتل چې په شعرونو کې سولې، ملي یووالي او د ټولنې ناخوالو ته انعکاس ورکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رحیم الله خوږیاڼي وویل چې د خپلو امکاناتو سره سم به ټول پروګرامونه او ور سپارل شوي مسوولیتونه د فرهنګیانو په همکارۍ ترسره کړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته