امنیت

په ننګرهار کې د نشه يي توکو د پروسس یو لابراتوار ویجاړ شو

کابل / د وري١١مه / باختر

د خاصې قطعې ځواکونو او له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو په ځانګړو عملیاتو کې، تېره شپه د ننګرهار د خوږیاڼیو ولسوالۍ په اوده کلي کې د نشه يي توکو د پروسس یو ستر لابراتوار ویجاړ کړ.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین د باختر آژانس خبریال ته وویل چې له دغه لابراتوار څخه ۳ زره ۲۵ کیلوګرامه اپین او مورفین ډوله نشه يي او کیمیاوي توکي او هغه وسایل چې د نشه یي توکو په جوړولو کې ترې استفاده کېده، کشف او وسوځول شول.

آرین وویل چې د پېښې په تړاو تراوسه څوک نه دي نیول شوي.

پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته