خبرونهښوونه او روزنه

په ننګرهار کې د يو ښوونځي نوې ودانۍ پرانستل شوه

کابل/ دلړم ٢٤مه / باختر
د ننګرهار د پوهنې رياست وايي چې د ننګرهار په مرکزجلال اباد ښارکې د بي بي زينب د ليسې د نوې ودانى کار بشپر او نن پرانستل شوه.
د ننګرهار د پوهنې رييس حسيب الله شينواري باختراژانس ته وويل چې دغه ودانۍ د هندوستان په مرسته د اتلسو ميليونوافغاانيو په لګښت په درېو پوړونوکې جوړه شوې ده چې شل درسي او څلور اداري خونې ، د کمپيوټراو لابراتوار خونې، زده کونکو ته ميزونه اوڅوکۍ او نور ضروري ملحقات لري .
هغه وويل چې د بي بي زينب په ليسه کې د زده کوونکي د درسي خونو د نشتوالي له امله په پرانستې فضا کې په زده کړه بوخت و چې د نوې ودانۍ په جوړولو سره زده کوونکو ته د زده کړې مناسبه فضا برابره شوې ده.
ختم_ ع _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته