ورزش

په ننګرهار کې د کرکټ يوه خصوصي اکاډمي پرانستل شوه

کابل / د لړم٢٩/ باختر:
د کرکټ يوه خصوصي اکاډمي د ننګرهارپه مرکزجلال آباد ښارکې پرانستل شوه.
د باختراژانس د خبرله مخې: د کوچيان ناصري د کرکټ خصوصي اکاډمي د لوبغاړو د روزنې او د تمرينونو د ترسره کولو په موخه د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښارکې جوړه شوې اوپه رسمي ډول پرانستل شوه.
د ننګرهارسيمه ييزمسوولين وايي چې دغه سمباله اوعصري اکاډمي به د سهار له ٦ بجو څخه د شپې تر٩ بجو پورې د کرکټ د لوبغاړو په خدمت کې وي.
د دغې اکاډمۍ د پرانستلو په مراسمو کې د ننګرهار يوشمېر سيمه ييز مسوولينو او مشرانو ګډون کړي وو.
\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته