ټولنه

په ننګرهار کې سلګونه بې ځایه شوې کورنۍ خپلومېنو ته ستنې شوې

کابل / د لړم ۹ مه / باختر
د ننګرهار لعل پورې ولسوالۍ سلګونه کورنۍ چې شمېر یې ۲۵۰۰ ته رسېږي او کابو شپږکاله وړاندې د ناامنیو له کبله د خپل کلي او مېنو پرېښودلو ته اړې شوې وې، بېرته خپلو مېنو ته ستنې شوې.
د ننګرهار د سرحدونو او قبایلوچارومسوول قاري رحمت الله پر وینا د قومي مشرانو، د لعل پورې ولسوالۍ د مرستیال او یوشمېر چارواکو په مرسته اوهمکارۍ یې دې ته زمینه برابره کړه چې بې ځایه شوي هېواد وال خپلو مېنو ته ستانه شي.
هغه زیاته کړه چې د یو شمېرستنوشویو مېنې ورانې ویجاړې دي چې له امله به یې له ستونزوسره لاس اوګرېوان وي. رحمت الله هیله څرګنده کړه چې خیریه مرستندویه ټولنې ورسره د ستونزوپه حل کې مرسته وکړي.
قاري رحمت الله دغه راز ګوشتې ولسوالۍ ته هم له خپلو سیمو څخه د بې ځایه شویو خلکو د بېرته ستنېدو په اړه د پیل شویوهڅو خبر ورکړ.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته