ټولنه

په ننګرهار کې سلګونو اړو کورنيو خوراکي توکي ترلاسه کړل

کابل/ د تلې٥ مه / باختر
په ننګرهار کې سلګونه اړې کورنۍ د بشردوستانه مرستو تر پوښښ لاندې ونيول شوې.
دغه کورنۍ د طبيعي پېښو او د کرونا ويروس د خپرېدو له امله له خپلو کورنو څخه بېځايه شوي او مرستو ته اړتيا لري.
د ننګرهارد رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي په دې پړاو کې ٥ سوه
کورنيو اوړه، وريجې او غوړي ترلاسه کړل.
ياد دفتر وويل: په ننګرهار کې له اړو کورنيو سره د حکومتي او نړيوالو مرستندويه بنسټونو مرستې دوام لري .
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته