خبرونهاقتصاد

په ننګرهار کې سلګونو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوى تخم وويشل شو

کابل / د لړم ٢٦مه /باختر
د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ په سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوى تخم ترلاسه کړ .
د کرنې اوبو لګولو وزارت غواړي له بززګرانوسره د مرستې له لارې په ننګرهار کې د غنمو حاصلات زيات کړي.
د ننګرهار د دره نور ولسوال هجرت الله ګرديوال باختراژانس ته وويل چې په دې دوره کې د دره نور ولسوالۍ په ٤٠٠ بزګرانو د غنمو شل زره ټنه اصلاح شوى تخم وويشل شو.
بزګران د اصلاح شوي تخم له ترلاسه کولو څخه خوشحاله دي او وايي چې له دوى سره د کرنې او اوبو لګولو د وزارت مرسته او ملاتړ د دوى د کاروبار د ښه والي سبب کېږي.
ختم-ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته