کابل / د وري /۱۵ مه / باختر
د ننګرهار امنیتي مسوولین وايي چې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په بهیر کې یوه اندازه جنګي وسایل ترلاسه کړي دي.
دغه عملیات له دریو ورځو را پدېخوا د جلال آباد ښار په مربوطاتو کې ترسره شوي دي .
د ننګرهار د پولیسو یوې سرچېنې باخترآژانس ته وویل چې په یادو عملیاتو کې د خالد بن ولید له قول اردو، د عبدالله بن مسعود د دریمې لوا، د استخباراتو او پولیسو لسګونو پوځیانو ګډون کړی و.
د دغو عملياتو په بهيرکې یو شمېر سپکې او درندې وسلې، دوربینونه، مهمات او پوځي تجهیزات هم ترلاسه شوي دي.
ع