ټولنه

په ننګرهار کې لسګونه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل / د وري ۲۵ مه / باختر
د ننګرهار په شپږمې ناحیې مولوي خالص فامیلیو کې د ۳۹ میلیونو افغانیو په لګښت لسګونه پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
ځايي چارواکي وايي چې په بشپړو شویو پروژو کې د ښوونځیو ودانۍ، ویالې، استنادي دېوال او سړکونه شامل دي.
د جلال آباد ښاروال اباسین بهیر وايي چې یادې پروژې د ولسي تړون پروګرام په مالي لګښت، د ښاروالۍ تر چتر لاندې بشپړې شوې چې ډېر ژر به د مولوي خالص فامیلو په سیمه کې د نورو رغنیزو پروژو چارې هم پیل شي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته