ټولنه

په ننګرهار کې له جګړه ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه

کابل / د غبرګولي ۲ مه / باختر
په ننګرهار کې سلګونو جګړه ځپلو کورنيو د ملي اردو د ځواکونو له مرستو څخه برخمنې شوې.
دغه کورنۍ په حصارک او شېرزادو ولسواليو کې په خپلو سيمو کې د طالبانو د شتون له امله ښار ته بېځايه شوې دي او کور، خوړو، درملو او اوبو سخته ته اړتيا لري.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو قوماندان جنرال عبدالجبار وفا باختر آژانس ته وويل چې په دې دوره کې د حصارک او شېرزادو ولسواليو له٣٠٠جګړه ځپلو کورنيو سره د اوړو، غوړيو، بورې او چای مرسته وشوه.
هغه وويل چې د هېواد په ختيځ کې له اړو کورنيو سره د ملي اردو د مرستو د وېش بهير به دوام وکړي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته