کابل باختردمرغومي دمياشتې٢٤نيټه :
په ننګرهار ولايت کې له سلګونو بې وزلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
دغه کورنۍ بيوزلې ، جګړه ځپلې او له پاکستان څخه را ستنې شويې دي.
د ننګرهار ولايت د مهاجرينو د راستنولو د چارو ريېس غلام حيدرفقيري باخترآژانس ته وويل چې، په دغه پړاو کې له څه ناڅه څلور سوه کورنيو سره مرسته شوې ده .
ده وويل : په دغو مرستو کې اوړه ، غوړي، دال نخود اومالګه شامل دي چې د نړۍ د خوړو د سازمان له خوا برابرې شوې دي.
سرچينه زياتوي چې، په ننګرهار ولايت کې له اړو او بې وزلو کورنيوسره ددغو مرستو بهير دوام لري. پاى ج ذ