ټولنه

په پکتيکا کې سلګونه بېوزلې کورنۍ په ځان بسيا کېږي

کابل/ د مرغومي ٤مه/ باختر
په پکتکا کې د اړو کورنيو د اقتصادي ځان بسياينې لپاره پروګرام جوړ شو.
په پروګرام کې ټاکل شوې ده زرو اړو کورنيو ته د چرګانو د روزنې فارمونه ورکړاى شي چې هغوى د چرګانو د هګيو په پلورنې سره د خپل ژوندانه چارې سمبالې کړي.
ټاکل شوې ده په دغه پروګرام کې د چرګانو له قفس، درملو، د چرګانو د خوراکي توکو  او د هګيو د راټولولو لپاره له وسايلو سره پر هرې اړې کورنۍ٣٠ هګۍ ورکوونکې چرګې ووېشل شي.
د پکتيکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست يوه مسوول باختر آژانس ته وويل چې په پروګرام کې هلې ځلې کېږي چې  دغه  زر اړې کورنۍ  د چرګانو د هګيو په ورځنۍ پلورنې سره خپل اقتصاد ته سمون ورکړي.
دغه زر اړې کورنۍ په ښرنه او په ارګون، يحيى خېلو او يوسف خېلو ولسواليوکې ژوند کوي چې د دغو کورنيو زياتره نارينه په ډار اچوونکو بريدونوکې له منځه تللي دي.
هغه کورنۍ چې ټاکل شوې ده له دغه پروګرام څخه ګټه واخلي؛ خوشحالې دي او وايي چې له دې وروسته کولاى شي د چرګانو په روزنې او د چرګانو د هګيو په پلورنې سره   يوه مړۍ ډوډۍ ترلاسه کړي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته