ټولنه

په ننګرهار کې نږدې۴۰۰ اړو کورنيو مرسته ترلاسه کړه

کابل / د مرغومي ۵مه / باختر
په ننګرهار کې له ٣٨٠ اړو کورنيو سره نغدي او د غيرخوراکي توکو مرسته وشوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کډوالۍ نړیوال سازمان(IOM) د ننګرهار د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ له ٣٨٠ راستنېدونکو، داخلي بېځايه شویو او اړو کورنیو سره نغدي او د غیر خوراکي توکو مرسته وکړه.
په دې دوره کې پر هرې کورنۍ ۲۰۰ امریکایي ډالره، روغتیايي کڅوړه، درې کمپلې او ژمني جامې ووېشل شوې.
یادې کورنۍ د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار او شاوخوا سیمو کې مخکې سروې او مستحقې پېژندل شوې وې.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته