خبرونهټولنه

په ننګرهار کې نږدې ۱۰۰۰ کورنیو مرسته ترلاسه کړه

کابل / د وري ۲۵مه / باختر
د اقتصاد وزارت مسوولینو، په ننګرهار کې پر ۹۷۸ اړو کورنیو د خوراکي توکو د وېش خبر ورکړی دی.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په استولو سره باختر آژانس ته ویلي چې «Islamic Relief» موسسې د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې یې له ۹۷۸ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.
په دې دوره کې پر هرې کورنۍ ۳۰ کیلو اوړه، ۵ لېټره غوړي، ۵ کیلو لوبیا، ۵ کیلو وریجې او یوه کیلو مالګه ووېشل شوه.
د یادې مرستې د وېش پر مهال، د اقتصاد، کار او ټولنیزو چارو ریاستونو او د اسلامیک ریلیف موسسې استازي حاضر وو.
دوه ورځې وړاندې هم طبیعي پېښو ته د رسيدګۍ په چارو کې د دولت وزارت، په ننګرهار کې پر۲۰۰ اړمنو او زیانمنو شویو کورنيو ۶۰ زره ډالر وېشلي وو.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته