خبرونهفرهنګ

په ننګرهار کې هنري نندارتون پرانیستل شو

کابل، د غبرګولي۲۱مه، باختر
د ننګرهار ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې پرون یو هنري نندارتون پرانیستل شو.
دغه نندارتون چې د جلال آباد ښار د اميرشهيد په بڼ کې جوړ شوى و د دغه ولايت د هنرمندانو د رسامۍ او انځور ګرۍ ٧٥ آثار نندارې ته وړاندې شوي و.
دغه نندارتون د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په نوښت او د دغه ولايت د مشهور رسام، خطاط او انځورګر، استاد پرواز په همکارۍ جوړ شوى و.
استاد پرواز د دغه نندارتون د جوړولو موخه د افغاني فرهنګ معرفي کول او د زياتو آثارو د رامنځته کولو لپاره د هنرمندانو هڅونه وبلله.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس قاري نورمحمد حنيف د دغه نندارتون د پرانیستلو په مراسمو کې وويل چې د هنر د بډاينې او د هنرمندانو د ستونزو او چلنجونو د لرې کولو په لاره کې به هڅې وکړي.
قاري حنيف له هنرمندانو وغوښتل چې د افغاني فرهنګ واقعيتونه د هنر په ژبه نړيوالو ته وښيي.
\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته