امنیت

په ننګرهار کې يوه زياته اندازه نشه يي توکي کشف شول

٤٦- کابل / دسلواغې ٢٠مه/باختر
د ننګرهار امنيتي ځواکونو د يوې زياتې اندازې نشه يي توکو د کشفولوخبرورکړ.
دغه نشه يي توکي نن د خوږياڼيو ولسوالۍ بازار ته څېرمه هغه وخت کشف شول چې نامعلوم ځاى ته لېږدول کېدل
د ننګرهار د رسنيو دفتر د يوې خپرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې ١٠٠ کيلوګرامه اپين ترلاسه شوي دي .
د رارسېدلو خبرونوله مخې؛ قاچاق وړونکو دغه نشه يي توکي په ماهرانه ډول په يو ګړندي موټر کې پټ کړي و.
تراوسه معلومه نه ده چې د دغو نشه يي توکو په اړوند څو نيول شوى دى که څنګه .؟
ختم_ ج_ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته