خبرونهامنیت

په  ننګرهار کې پاکستاني جګړه مارانوته د سرزيان اوښتى دى

کابل/د چنګاښ ٢٦مه /باختر

د طالبانود ډلې ٩ پاکستاني جګړه مارانو له څلورو نورو يرغلګرو سره په ننګرهار کې  له پوځيانوسره په جګړه کې ووژل شول.

په دغوطالبانو تېره شپه  په هسکې مينې ولسوالۍ کې بريد وشو .

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږيانى باختراژانس ته وويل:  دغه وسله وال طالبان د پوځيانو پرپوستو يرغل ته چمتوکېدل چې پرې بريد وشو.

هغه په دې جګړه کې د طالبانو د ډلې د  ٩ پاکستاني جګړه مارانو په ګډون د ١٣ وسله والوطالبانو وژل کېدل تاييد کړ او ويې ويل  چې په دې پېښه کې ١٥ نور وسله وال طالبان ټپيان شول.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .   -ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته