اقتصاد

په ننګرهار کې پر۳۰۰ جریبه ځمکې د شفتالو حاصلات رسېدلي دي

کابل / د غويي ١۹مه / باختر
د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ د ځایي چارواکو په خبره؛ سږکال یې په یاده ولسوالۍ کې پر ۳۶۰ جریبه ځمکه شفتالو کرلي دي چې د ۳۰۰ جریبو حاصلات اوس مهال بازار ته وړاندې کېدونکي دي.
د سره رود د ولسوال معراج الدین معراج د معلوماتو له مخې؛ په دې ولسوالۍ کې مېوه لرونکي بوټي ښه حاصل ورکوي چې له همدې امله یې سږکال پر ۶۰ جریبه ځمکه نور شفتالو هم وکرل.
دی وایي چې د شفتالو دغه بڼونه چې اټکل کېږي، یو جریب به یې تر ۶۰۰ منو ډېر حاصلات ورکړي، په تېرو درېو کلونو کې جوړ شوي دي.
بل خوا بیا بڼوال له اړوندو ادارو او حکومت څخه د دوامدارو همکاریو او د شته ستونزو د حل غوښتنه کوي.
دلاور او فریدالله چې د سره رود ولسوالۍ د فاتح اباد سیمې اوسېدونکي دي، وایي چې د مېوه لرونکو ونو ناروغۍ، د حکومت نه پاملرنه او د اوبو نشتوالی یې د بڼوالۍ پر وړاندې لویې ستونزې دي .
که څه هم د یادې ولسوالۍ چارواکي شته ستونزې مني خو، د حل کېدو ژمنه یې هم کوي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته