ټولنه

په ننګرهار کې پر نږدې ۵۰۰ ښوونکو د استوګنې نمرې وېشل کېږي

جلال آباد/ د غبرګولي ۳ مه/ باختر
د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ پر ښوونکو د استوګنې نمرو د وېش لړۍ نن پیل شوې چې په څو ورځو کې به پر ۴۶۳ ښوونکو ووېشل شي.
د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل وايي چې د اسنادو په ورکړې سره به ۱۵۹ جریبه ځمکه پر ۴۶۳ ښوونکو ووېشل شي. هغه ډاډ ورکړ چې د ښوونکو د ښارګوټي ۳۴۱ جریبه پاتې ځمکه به هم ژر پوهنې ادارې ته وسپاري.
په ورته مهال د ننګرهار پوهنې رییس حسیب الله شینواري وویل چې په یاد ښارګوټي کې به د نمرو وېش د پچې اچونې له مخې ترسره کړي او لومړیتوب به هغه ښوونکو ته ورکړي چې د خدمت موده یې تر نورو زیاته وي.
قومي مشرانو او ښوونکو پر یاد ښارګوټي خوښي وښوده، خو وړاندیز یې وکړ چې یاد ښارګوټي کې دې ښوونکو ته د استوګنې ځایونه هم جوړ شي او ور څخه دې په قسطونو پیسې واخیستل شي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته