خبرونهټولنه

په ننګرهار کې په یوې ترافیکي پېښه کې ۸ تنه وژل شوي دي

کابل / د وري ۲ مه / باختر

په ننګرهار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۸ تنه وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د ترافیکو مدیریت یوې سرچینې باختر آژانس ته وویل چې دغه پېښه  تېرماښام په جلال آباد ښار کې د دوو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې چې په یاده پېښه کې ۸ تنه وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي.

د ترافیکو خبرځای د دغې پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطۍ او د موټرو ګړندیتوب ښودلی دی.

په همدې حال کې د ننګرهار د ولایتي روغتون روغتیا پالانو د یو ټپي روغتیايي حالت نازک بللی دی.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته