خبرونهامنیت

په ننګرهار کې څلورملکيان د طالبانو په بريد کې ټپيان شول

٥٢- کابل/ دلړم ٢٤مه / باختر
په ننګرهار کې پرملکي وګړو د وسله والوطالبانو د ډزو له امله څلور تنه ټپيان شول.
دغه پېښه نن له غرمې مخکې د شيرزادو ولسوالۍ بازار ته څېرمه هغه وخت رامنځته شوه چې يوه ډله موټرسايکل سپرو طالبانو د سيمې پر اوسيدونکو ډزې وکړې.
د رارسيدلو خبرونوله مخې؛ د وسله والوطالبانو له دغو ډزو وروسته افغان ځواکونه د ملکي خلکو د ژغورنې لپاره اقدام وکړ او د افغان ځواکونو او يرغلګروترمنځ سخته جګړه پيل شوه.
د ننګرهار د رسنيو دفتر د يوې خپرپاڼې په خپرولوسره ويلي دي چې په دې جګړه کې يو وسله وال طالب ووژل شو او يو بل طالب ټپي شو.
د ننګرهار د يو روغتون ډاکترانو د دووملکي ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.
وسله والوطالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته