امنیت

په ننګرهار کې څه ناڅه اويا طالبان ووژل شول

کابل /د زمري ٢٣مه /باختر
په ننګرهارکې د تېرو دوو شپو په بهير کې ٧٢ وسله وال طالبان ووژل شول او ١٠٠ نور يې ټپيان شول.
د سېلاب قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول باختراژانس ته وويل چې پردغو طالبانو په شيرزاد ولسوالۍ کې د دوى په پټنځايونو بريدونه وشول.
هغه وويل چې په دغو بريدونوکې ٧٢ وسله وال طالبان ووژل شول او ١٠٠ نوريې ټپيان شول.
هغه زياته کړه چې په دغوبريدونوکې د دښمن ٣ موټرسايکلونه اويوه اندازه جنګي وسايل ويجاړشول.
د يوبل خبرله مخې؛ امنيتي ځواکونو د شيرزادو ولسوالۍ په شاوخوا کې د څوچاودنو مخه ونيوله .
د سېلاب قول اردو مطبوعاتي دفترمسوول وويل چې دغه ماينونه طالبانوپه ګڼ مېشتو سيموکې ښخ کړي و.
– شکريه – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته