امنیت

په ننګرهار کې چاودېدونکي توکي او مرمۍ ترلاسه شوې

کابل / د لیندۍ ۱۰ مه / باختر
د ننګرهار د مومند درې ولسوالۍ په مربوطاتو کې پرون ناوخته چاودېدونکي توکي او د بېلابېلو وسلو مرمۍ ترلاسه شوې.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول لومړی څارن فرید خان باختر آژانس ته په استول شويو معلوماتو کې ویلي دي چې ترلاسه شوې مرمۍ په یو ګنډوال کې ځای پرځای شوې وې چې له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیریت پولیسو ترلاسه کړې.
فرید خان زیاته کړې ده چې ټولې ۲ زره ۲۰۷ مرمۍ دي چې په روسي او امریکایي پیکاګانو سربېره، د کلاشینکوف او ام -۱۶ مرمۍ هم په کې شته.
په معلوماتو کې راغلي دي: پولیسو دغه راز د توغندي دوه مرمۍ، ۴۰۰ متره ثانیه سوز او نور چاودېدونکي توکي هم ترلاسه کړي دي.
تراوسه د پېښې په تړاو څوک نه دي شوي.
پای/ وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته