امنیت

په ننګرهار کې چاودېدونکي توکي او وسلې ترلاسه شوې

 کابل / د وږي ۱۲ مه / باختر
د ننګرهار امنیې قوماندانۍ د دغه ولایت د ګوشتې ولسوالۍ په ماماخېلو سیمه کې له یوه کور څخه د پلټنې پر مهال چاودېدونکي توکي او وسلې ترلاسه کړې.
د ننګرهار د رسنیو له مرکز څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ملي پولیسو د ګوشتې ولسوالۍ په ماماخېلو سیمه کې عملیات ترسره کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې په عملیاتو کې له یوه کور څخه دوه لاسي بمونه، یو کلاشینکوف، یوه تومانچه، یو نیم متر ثانیه سوز لین، دوه دوربینونه او نور توکې ترلاسه شوي چې په تړاو یې یو کس هم نیول شوی دی.
د یو بل خبرله مخې:
د ننګرهار د شپږمې ناحیې په فامیلو سیمه کې نن سهار له یادې سیمې څخه د ملي ادرو ځواکونو د تېرېدو پرمهال دوې چاودنې شوې دي، خو زیان یې نه دی اړولی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته